د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې پر ډان ټي وي برید


په کراچۍ ښار کې د جمعې پر ورځ نامالومه وسله والو د ډان ټيلي وژن پر ګاډې ډزې کړي او د هغوی یوکارکونکی ژوبل شوی دی.

په کراچۍ کې د مشال راډيو خبريال تر مخه دا پيښه په عيسی نګري کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې پر موټر سايکل سپاره نامالومه وسله والو د ډان ټيلي وژن نېغ په نېغه د خپرونو ګاډی يا پر DSNG ((ډي ايس اين جی)) بريد وکړو.

په پيښه کې يو ټيکنيشن حسن متين ژوبل شوی، د ډاکټرانو ترمخه د متين حالت له خطرې بهر دی.

بلخوا په پاکستان کې د خبريالانو ټوليني PFUJد دې بريد پر ضد نن ماسپخين درې بجې په ټول ملک کې د احتجاج کولو اعلان کړی دی.

د دې بريد ذمه واري چا نه ده منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG