روسی ولسمشر ولادمیر پوتین وايي، فکر کوي چې د ترکیې مشرتابه ((قصداً)) دوه اړخیز اړیکي د بندې کوڅې لوري ته بیايي.
تېره ورځ په مسکو کې د خبرو پر مهال پوتین وویل، هېواد یې د شام او ترکیې له پولې سره د روسۍ جنګي الوتکې ویشتلو په اړه له ترکیې د بښنې او تاوان ورکولو انتظار باسي.
د سې شنبې یا نهې پر ورځ د جېټ الوتکې ویشتلو په پېښه کې یوه پیلوټ وژل شوی وو. پوتین وویل، دی هیله لري چې انقره به ((د دې جنایت مجرمانو ته سزا ورکړي.)) روسي ولسمشر دا هم وویل چې د اسلامي دولت ډلې پیدا کېدل د ((ځېنو هېوادونو تحمل او اکثر په ترهګرۍ کې د هغوی مستقیمې یا نېغې لاسلرنې)) نتیجه ده.
ترکیې ویلي چې روسۍ الوتکې ته یې تر ویشتو مخکې ۱۰ ځلې خبرداری ورکړی وو چې د هغه هېواد له فضايي حدودو دې ووځي.
په عین وخت کې په برتانیوۍ ټایم ورځپاڼه کې د ترکیې وزیراعظم احمد داود اوغلو په خپله لیکنه کې ویلي، هېواد یې له روسیې سره د کړکېچ ختمولو هڅه کوي.