امریکا له خپلو ملګرو په کلکه غوښتنه کړې چې د اسلامي دولت ډلې وسله والو پر ضد دې په جګړه کې خپله ونډه زیاته کړي.
دا غوښتنه پر داسې وخت شوې چې دې ډلې په وروستیو کې د یو شمېر وسله والو حملو پړه منلې. په شام او عراق کې د امریکا په مشرۍ د جنګېدونکي اېتلاف لپاره د امریکايي ولسمشر ځانګړي استازي برېټ مکګرک د ۶۵ هېوادونو اېتلاف استازو ته وویل چې هغوی باید د یادې سختدریځۍ ډلې ((پر پیاوړو مرکزونو فشار زیات کړي.))
دا خبره بېګا د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر غونډې وروسته په یوه بیان کې وکړه. په بیان کې راغلي، مکګورک غونډې ته وویل، دوی ته د ((یوه اېتلاف په توګه)) د خپلو هڅو ((لا همغږي کولو او پر اسلامي دولت ډلې او د دې پر نړیوالې شبکې د فشار زیاتولو اړتیا ده.)) مکګورک او د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن په واشنګټن کې د اېتلاف له ۶۵ غړو څخه د ۵۹ هېوادونو استازو ته ویناګانې وکړې.
د غونډې تمرکز پر دې وو چې څنګه د اسلامي دولت ډلې ((نړیوالې شبکې)) تمویل او عراق او شام ته د وسله والو د ورتګ او له دې ډلې سره د یو ځای کېدو مخه ونیول شي.