د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاستوال امین فهیم مړ شو


د پاکستان پیپلز ګوند نومیالی سیاستوال امین فهیم د ۶۷ کالو په عمر کې مړ شو.

د پاکستان سرکاري راډیو وايي چې امین فهیم له تېرې څه مودې راهسې د وینې په کېنسر اخته وو او بېګا یې د کراچۍ په یو روغتون کې سا ورکړه.

ټاکل شوې وه چې نوموړی د نور علاج لپاره د امریکا بوسټن ته یووړل شي خو ډاکټرانو د هغه د روغتیايي حالت له کبله اجازه ورنکړه.

امین فهیم د پاکستان پیپلز ګوند مرستیال مشر او د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG