د اکتوبر په ۲۶مه له راغلې زلزلې ځپل شوي سواتیان وايي، د خېبر پښتونخوا حکمران ګوند تحريک انصاف د اړو خلکو پر ځای د خپل ګوند له غړو سره مالي مرستې کړي دي.
له زلزلې تر ټولو ډېرې ځپلې شوې سیمې مټې اوسېدونکو د سېشنبې مازيګر پهسوات پريس کلب کې خبريالانو ته وويل چې حکومت دې يې د کورونو په بيا جوړولو کې مرسته وکړي.
په همدې حال کې د سوات مرستيال کميشنر محمود اسلم وزير په خپل يو جاري شوې بيان کې منلي چې د مرستو پيسې داسې خلکو ته ورکړل شوي چې کورونه يې ډېر نه وو وران شوي.
هغه زياته کړې چې حکومت به د دې مسلې د حل لپاره ګامونه اخلي.