د پاکستان وزیراعظم نوازشریف نن(سېشنبه) د یو پلاوي په مشرۍ په دوه ورځنۍ سرکاري دوره ازبکستان ته ځي.
نوموړی به ازبکستان د ولسمشر اسلام کریموف ترڅنګ د نورو لوړ پوړو چارواکو سره مهم ملاقاتونه ولري.
دواړه مشران به د دوه اړخیزو معاملاتو ترڅنګ د ترهګرۍ په اړه هم خبرې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي ازبکستان ته د نوازشریف سفر د وروڼوهیوادونو سره د اعلی کچې د روابطو د ساتلو تسلسل دی او دې سره به د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ښې شي.