د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ښايي روسۍ الوتکه په ترهګرۍ په برید کې راغورځول شوې وي"


د روسي وزیراعظم دیمیتري مدویدیف په لومړي ځل منلې ده چې د اکتوبر په ۳۱ نیټه د مصر په سینا جزیره وزمه کې د روسي هوايي کرښې الوتکه به ښايي د ترهګرۍ د برید په ترڅ کې راغورځول شوې وي.

په دغه پېښه کې ۲۲۴ کسان وژل شوي دي. مدویدیف د دوشنبې پر ورځ روسي یسکا ګزیټا ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل د پېښې ترشا د ترهګرۍ امکان موجود دی.

که څه هم امریکا، اسراییلو ، او نړیوالو پلټونکیو وار له مخې شک ښکاره کړی و چې میټروجیټ هوايي شرکت ای ۳۲۱ الوتکه، د بمي چاودنې په ترڅ کې غورځیدلې وه، خو مصري او روسي چارواکو مخکې ویلي وو،کومې پایلې ته د رسیدو نه وړاندې باید د تحقیقاتو نتایجو ته انتظار وویستل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG