د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسۍ الوتکې توره بکسه ښيي چې په الوتکه کې په هوا کې چاودنه شوې


د فرانس خبري اژانسونو د رپورټونو تر مخه د روسيې د نسکورې شوې الوتکې پر تورې بکسې يا د معلوماتو جمع کولو باکس په اړه پرونيو څېړنو څرګنده کړې، چې په دې الوتکه کې په هوا کې ناڅاپه چاودنه شوې ده.

که چيرې دغه خبرونه تاييد شي، دا به د هغې پېښې په اړه لومړني مستند معلومات وي. تر دې مخکې په دې اړه يوازې اټکلونه کېدل. د فرانس ټو France 2 په نامه ټلويزيوني چينل خبر ورکړى چې د الوتکې په توره بکسه يا معلوماتو ثبتولو اله کې د يوې چاودنې غږ ثبت شوى دى.

روسي څېړونکو ايتارتاس خبري اژانس ته وويل، چې روسيه تر اوسه په الوتکه کې د کومې چاودنې په اړه سند په لاس کې نه لري، خو دوى له فرانسې غوښتنه کړې چې د خپلو څېړنو نتيجه ورسره شريکه کړي. په همدې حال کې روسيې مصر ته د خپلو ټولو مسافر وړونکو الوتکو الوتنې ځنډولې دي.

دغه الوتکه چې د مصر له شرم الشېخ نه د روسيې سېنټ پټرزبرګ ته روانه وه، تېره اوونۍ د مصر په سينا ټاپووزمه کې نسکوره شوه. په دغه پيښه کې ټول ۲۲۴ مسافر وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG