د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍ ښایي د نوي سپیکر مهالوېش اعلان کړی


د پاکستان د قامي اسمبلۍ غونډه نن (جمعه) پیلېږي چې پکې امکان دی د نوي سپيکر د ټاکلو لپاره به مهال ويش اعلان شي.

د سپیکر چوکۍ هغه مهالخالي شوه کله چې عدالتي کميشن د اياز صادق د مخالفه امېدوار په درخواست د هغوي غړېتوړب ختم کړ خو وروسته په ضمني ټاکنو کې نوموړي دغه څوکۍ بيرته وګټله.

دی به هم په نننۍ غونډه کې ګډون کوي.

د سپيکر د څوکۍ لپاره واکمن مسلم ليګ (ن) بيا هم ایاز صادق او تحريک انصاف شفقت محمود د امېدوارانو په توګه اعلان کړي.

د دې غونډې يوه خاص خبره به د متحده قامي موومنټ د غړو ګډون وي. د دې ګونډ ۲۴ غړو په کراچۍ کې د پوځي عملياتو پر ضد د احتجاج په توګه استعفاګاني ورکړې وې خو له حکومت سره يې د پړدې شاته شوو خبرو وروسته اوس د بيرته اخستو فيصله کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG