د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پاکستانۍ رسنۍ دې د ناقانونه ډلو اشتهارونه نه خپروي”


د پاکستانیو رسنیو کنترولولو ادارې پیمرا (پاکستان الیکټرانک میډیا ریګولېټري اتاریټي) ټولو ټي وي چینلونو اوراډیو اسټېشنونو ته امر کړې چې د ۷۲ ناقانونه تنظیمونو اشتهارونه دې نه خپروي.

د ګل په ورځ پیمرا په خپل یوه یادګېرنه (نوټس) کې د دې ناقانونه تنظیمونو فهرست جاري کړې او پکېرسنیو ته ویل شوي چې د دغه تنظیمونو لپاره دې د هر قسمه اشتهاراتو چلولو نه ډډه وکړي.

په دې نوټس کې چې اووه نکات لري پکې د ملګري ملتونو د سلامتي کونسل لخوا ناقانونه ګرځولې شوي تنظیمونو په خاصه توګه ذکر شوی په دې کې لشکر طیبه، جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډیشن هم شامل دي.

د یادونې ده چې د پاکستان حکومت ۶۰ تنظیمونه ناقانونه ګرځولې او په ۱۲ نورو تنظیمونو ملګري ملتونو بندیزونه لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG