د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان بې له توپيره وسله وال وهي"


د پاکستان بهرنو چارو دفتر وياند قاضي خليل الله
د پاکستان بهرنو چارو دفتر وياند قاضي خليل الله

د امريکا بهرنو چارو محکمې وياند تېره ورځ ويلي ول چې د پاکستان قبایلي سيمې اوس هم د وسله والو محفوظ ځايونه لري، بايد پاکستان يې پروړاندې بې له توپيره کارروايي وکړي.

د پاکستان بهرنو چارودفتر وايي، د هرې وسله والې ډلې پرضد بې له څه توپيره کارروايي کوي او که افغان امن مذاکراتو کې که هر يو هېواد خپل کردار ترسره کول غواړي نو پاکستان یې هرکلی کوي.

د بهرنو چارو دفتر وياند قاضي خليل الله د جمعې په ورځ د معمول خبري غونډې ته د وینا پر وخت وويل چې پاکستان د هېڅ يوې وسله والې ډلې ترمنځ دښه او بد توپير نه کوي او ضرب عضب عملیات د ټولو پرضد يو شان روان دي چې مثبتې نتيجې لري.

((پاکستان د آپريشن ضرب عضب دوران د هر ډول وسله والې ډلې پرضد ګامونه پورته کړي دي، موږ څو څو وارې دا ويلي دي چې ښه او بد ترهه ګرو کې هېڅ فرق نشته، د ضرب عضب آپرېشن او قامي اېکشن پلان ستاینه د پاکستان او امريکا په ګډه اعلاميه کې هم شوې ده، نړۍ دا مني چې پاکستان د ترهه ګرۍ پر ضد کارروايي کړې او د دې مثبت نتيجې مخې ته راغلي))

د ايران له خوا د افغانستان امن په خاطر له طالبانو سره په خبرو اترو کې د مرستو وړانديز په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د بهرنو چارودفتر وياند وويلؤ هر هغه څوک چې په افغانستان کې د امن لپاره خپل کردار ترسره کول غواړي دوی یې هرکلی کوي:

((اصل مقصد دا دی چې په افغانستان کې امن وي او که څوک له افغان حکومت سره په دې خبره کول غواړي چې د امن مذاکراتو لړۍ دې بيا پيل کړي نو دا به د هغه هېواد سره سره افغانستان او دې منطقې لپاره يوه ګټه ور ګام وي ))

د امريکا بهرنو چارو محکمې یوه وياند تېره ورځ ويلي ول چې د پاکستان قبایلي سيمې اوس هم د وسله والو پټنځايونه لري، او پکار ده پاکستان یې پروړاندې له توپيره کارروايي وکړي.

بل اړخ ته اد ايران لویې ملي امنیتي شورا عمومي منشي هم دا وړانديز کړی وو چې هېواد یې افغان امن مذاکرات بيا شروع کولو کې خپل کردار ترسره کولو ته تيار دی.

XS
SM
MD
LG