د لاسرسي ځای

تازه خبر

بانکي مون په ایران کې کم عمره کسانو پانسي وغندله


د ملګرو ملتونو عمومي منشی بانکي مون په ايران کې تېره اونۍ د دوو کم عمره کسانو پانسۍ کول غندلي او غږ يې کړی چې پر دا ډول پانسيانو دې بنديز ولګول شي.

فاطمه سالبېهي ته په دې پانسۍ ورکړل شوه چې نوموړي په ۱۶ کلنۍ کې هغه وخت يو کس وژلی و کله چې دا په زور ودېدل.

بلخوا صمد زهابي ته په ۱۷ کلنۍ کې د خپل يو شپونکي ملګري د وژلو په جرم پانسۍ ورکړل شول.

بانکي مون پرون وويل چې نوموړی د تيرې اونۍ پانسيانو ډېر غمجن کړی دی او ويره لري چې دا عمل به په ايران کې يو پرېشانه کوونکی رجحان دود کړي.

بلخوا د بخښنې نړيوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل وايي چې په ايران کې ۱۶۰ کم عمره کسانو يا ماشومانو ته د پانسۍ سزا اورول شوې ده.

بانکي مون ويلي چې ايران دوه نړيوال تړونونه تصويب کړي چې له مخې به يې تر ۱۸ کاله کم عمر لرونکو کسانو ته پانسۍ نه ورکول کيږي.

خو نوموړي وويل چې په دې هيواد کې په روان کال کې تر دې دمه ۷۰۰ زياتو کسانو ته پانسۍ ورکړل شوي چې ۴۰ يې د خلکو په مخکې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG