د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د کندز په ولسوالیو کې پوځي عملیات روان دي”


د افغانستان د کندز د چاردرې او قلعه زال ولسواليو په کلیو بانډو کې عملیات دوام لري او د چارواکو په وینا يوازي دشت ارچي ولسوالي لاهم د طالبانو په لاس کې ده.

د کندز ولايت سرپرست والي حمد اله دانشي د جمعې پر روځ مشال راډيو ته وویل:«زه هيله من يم چې د ښاغلي ولسمشر قطعي ژمنې چې د کندز ولايت له خلکو او امنيتي ځواکونو سره یې کړي، په اوسني وخت کې له طالبانو سره د خلکو نفرت ته په کتو سره باور لرو چې د هغوی مرکزونه به له منځه ولاړ شي.»

افغان ولسمشر اشرف غني د جمعې پر ورځ کندز ته ولاړ او هلته یې د پوځیانو او پولیسو د دوو مرکزونو د جوړېدو ژمنه وکړه.

XS
SM
MD
LG