د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما :پاکستان باید وسله وال خبرو اترو ته حاضر کړي


امریکايي ولسمشر باراک اوباما پر پاکستان ټینګار کړی چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د روغې خبرو ته حاضر کړي.

بېګا په سپینه ماڼۍ کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پاتې کېدو مودې غځولو پر مهال اوباما وویل، د طالبانو پټنځایونه باید ختم کړل شي:

((د طالبانو او نورو ترهګرو پټنځایونه باید ختم کړل شي. راتلونکې اوونۍ به زه [په واشنګټن کې] پر پاکستاني وزیراعظم نواز شریف او په سیمه کې پر ټولو خواو ټینګار کوم چې پر طالبانو فشار راوړي چې د سولې خبرو ته حاضر شي او د خپلې برخې کار وکړي.))

اوباما زیاته کړه چې ((طالبانو او په افغانستان کې د سولې مخالفو ټولو خواو ته دا سپینوي چې له هغه هېواده به امریکايي او بهرني پوځيان یوازې په هغه صورت ووځي چې په جګړه کې ښکېلې خواوې له کابل سره تلپاتې سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG