((مدرسې په اوسني عصر کې)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د ځانګړو پروګرامونو په دې لړۍ کې دا ځل د پاکستان او مصر د ديني زده کړو د مهم مرکز الازهر پوهنتون پرتليز جاج اخيستل شوی دی. که څه هم د پاکستان په زياتره مدرسو کې هم هغه پخوانی درسي نظام پرمخ وړل کيږي خو الازهر پوهنتون پر پرمختلليو ديني زده کړو سربېره يو شمېر عصري مضامين هم زده کوونکو ته معرفي کړي دي.
دا چې د اسلامي نړۍ د تر ټولو لوی ديني مرکز الازهر او پاکستانۍ مدرسو تر منځ د درسي نظام، نصاب، زده کوونکو او ښوونکو تر منځ څه توپير دی؟ په روانه خپرونه کې همدې موضوع ته کتنه شوې ده.
دا خپرونه ستاسو لپاره احمدشاه اعظمي جوړه کړې ده.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.