د مصر د الازهر پوهنتون او پاکستانيو مدرسو پرتليز جاج
((مدرسې په اوسني عصر کې)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د ځانګړو پروګرامونو په دې لړۍ کې دا ځل د پاکستان او مصر د ديني زده کړو د مهم مرکز الازهر پوهنتون پرتليز جاج اخيستل شوی دی. که څه هم د پاکستان په زياتره مدرسو کې همهغه پخوانی درسي نظام پرمخ وړل کيږي خو الازهر پوهنتون پر پرمختلليو ديني زده کړو سربېره يو شمېر عصري مضامين هم زده کوونکو ته معرفي کړي دي. دا چې د اسلامي نړۍ د تر ټولو لوی ديني مرکز الازهر او پاکستانۍ مدرسو تر منځ د درسي نظام، نصاب، زده کوونکو او ښوونکو تر منځ څه توپير دی؟ په روانه خپرونه کې همدې موضوع ته کتنه شوې ده. دا خپرونه ستاسو لپاره احمدشاه اعظمي جوړه کړې ده. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
اکتوبر 20, 2015په پاکستانیو مدرسو کې اصلاحات
-
اکتوبر 06, 2015د پاکستان او ترکيې د ديني مدرسو تر منځ توپير
-
سپټمبر 29, 2015پر سياست او حکومت د پاکستانۍ مدرسو اغېز
-
سپټمبر 22, 2015پاکستانۍ مدرسې او فرقه واريت
-
سپټمبر 09, 2015آيا پاکستانۍ مدرسې طالبان سختدريځۍ او تشدد ته هڅوي؟
-
جولای 14, 2015له پاکستانۍ مدرسو سره څوک مالي مرستې کوي؟