د پاکستان او ترکيې د ديني مدرسو تر منځ توپير
((مدرسې په اوسني عصر کې)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د ځانګړو پروګرامونو په دې لړۍ کې دا ځل د پاکستان او ترکيې هيواد د ديني مدرسو پرتليز جاج اخيستل شوی دی. که څه هم په پاکستان کې د دې هيواد له جوړېدو سره سم مدرسې جوړې شوې چې اوس يې شمېر لسګونه زره دی، خو په ترکيه کې سلګونه کلونه وړاندې د عثماني خلافت په دور کې مدرسې فعاله وې چې وروسته وتړل شوې. دا چې اوس د دواړو هيوادونو د ديني درسونو د مرکزونو د نظام، نصاب او زده کوونکو او ښوونکو تر منځ څه توپير دی؟ په روانه خپرونه کې همدې موضوع ته کتنه شوې ده. دا خپرونه ستاسو لپاره احمدشاه اعظمي جوړه کړې ده. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
اکتوبر 20, 2015په پاکستانیو مدرسو کې اصلاحات
-
اکتوبر 14, 2015د مصر د الازهر پوهنتون او پاکستانيو مدرسو پرتليز جاج
-
سپټمبر 29, 2015پر سياست او حکومت د پاکستانۍ مدرسو اغېز
-
سپټمبر 22, 2015پاکستانۍ مدرسې او فرقه واريت
-
سپټمبر 09, 2015آيا پاکستانۍ مدرسې طالبان سختدريځۍ او تشدد ته هڅوي؟
-
جولای 14, 2015له پاکستانۍ مدرسو سره څوک مالي مرستې کوي؟