د لاسرسي ځای

تازه خبر

باړې ته د سپا کډوالو د ستنېدو لاره کې خنډونه


انځور له ارشیفه اخیستل شوی
انځور له ارشیفه اخیستل شوی

د خیبر ایجنسۍ د باړې سپاه قبایل وايي پولیټیک ایجنټ ورنه دولس کروړه روپۍ تاوان غواړي. دوی وايي حکومت د وسله والو پرضد د عملیاتو پرمهال دغه پیسې لګولي او اوس دوی ته وايي چې تر څو یې دا تاوان پرې کړی نه وي، بیرته خپلې سیمې ته نشي ستنیدلی.

د سپاه قبیلې د جرګې ویاند شا فیصل اپریدي په دې اړه مشال راډیو ته وویل :

« موږ حکومت ته وایو چې ولې مو له ځانه بیلوي او د ترهګرو سره مو په قطار کې ودروي. دا خو پخپله دهشتګردي شوه. زموږ قوم پریکړه کړېده چې د جرمانې په نوم به هیڅ ځیز قبول نه کړو. جرمانه هله ورکول کیږي چې څه جرم وشي، مونږ څه جرم کړی چې جرمانه ورکړو. »

شا فیصل اپریدی وايي د جنګ له کبله د باړې د بازار ټول دوکانونه تبا شول او د دوی قبیلې ته د لکونو روپو تاوان ورسیده، حکومت ته پکار دي چې دوی ته پیسې ورکړې نه دا چې له دوی نه تاوان غواړي.

د پاکستان قبايلي سيمو ته د وسله والو پر ضد د عملیاتو لپاره پوځ د يو صدارتي آرډيننس له لاري لیږل شويشوي وو ، او د پاکستان د آيین له مخه کومي سيمي چي پوځ ته حواله شي په هغو سيمو کی رايج قوانين معطل شي ، دا چي کله په باړه کي پوخي عملیات بيل شول ، ځايي ولس بي کوره شول ، او په يادو سيمو کي حکومتي واکمني ختمه شوه نو بیا ولي د ایف سی آر د اجتماعي ذمه وارۍ د قانون له لاري د سپاه قبيلي نه تاوان غوښتل کيږي ، ددي پوښتني په ځواب کي د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن د خيبر بښتونخوا او قبايلي سيمو مشرر شير محمد خان وايي :

« زه نپوهیږم پوليټیکل انتظامیه څنګه دا غوښتنه کوي، دا خو د قانون نه علاوه ، ددغه خلکو سره ظلم په دې دی چې دغو خلکو په جنګونو کې ډیر تاوانونه لیدلي، بمباریو ځپلي دي، دا خلک بې قصوره دي، دا خو د حکومت غلطې پالیسۍ وې،خلک یې بې کوره کړل او اوس حکومت تاوان هم غواړي. »

د پاکستان په سينټ کي د خیبر ایجنسۍ غړی مومن خان واي ، چي د باړي ولس حکومت سره د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر مهال هر ډول مرستي کړي دي او ډيرې ځاني او مالي قربانۍ یې ورکړي دي. نوموړی زیاتوي چي که حکومت د تاوان دا پريکړه واپس وانخیسته او سپاه قبيله یې خپلو سیمو ته ستنه نه کړه نو د حکومت پر ضد به احتجاج پیل کړي.

په باړه کي د لشکر اسلام وسله والي ډلې پر ضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله د ۲۰۰۹م کال نه د سپاه قبيلي په زرګونو کورني بی کوره شوي دي چي تر دا مهال ورته حکومت خپلو سيمو ته د ستنيدو اجازت نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG