د افغانستان د کندز ولایت سرپرست والي حمدالله دانشي وايي، له دوو ورځو راهیسې په هغو سیمو کې چې له وسله والو طالبانو پاکې شوې، کور په کور تلاشي روانه ده.
ښاغلي دانشي د جمعې پر ورځ مشال راډيوته وویل،جګړه تر ډېره حده د ښار لمنو ته وتلې او د امنیت له ټینګیدو سره سم به د خلکو لپاره بشري مرستې پیل شي.
ده زياته کړه چې امنیتي ځواکونه زیاته هڅه کوي چې ولسي وګړو ته زيان و نه رسيږي او کورونه يې ویجاړ نه شي.
ده دا هم وويل چې هغو کورونو ته چې امنیتي ځواکونو نیولي، مرستې رسیدلې خو د جګړې په سیمه کې د مرستې رسولو امکانات نشته.
د کندز سرپرست والي څرګنده کړه چې د کندز ښار زیات دوکانونه لاهم تړلي دي خو ساحوي روغتون ښايي نن فعال شي.