د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ۱۴ کاله وروسته افغانستان کې څه تر لاسه کړل؟


امریکا ۱۴ کاله وروسته افغانستان کې څه تر لاسه کړل؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د اکتوبر پر اوومه نېټه پوره ۱۴ کاله وړاندې په همدې ورځ امريکا په افغانستان کې پوځي عمليات پېل کړل چې دا ډول په دې هيواد کې يوه نوې جګړه رامنځ ته شوه چې تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې. د امريکا هدف په افغانستان کې القاعده شبکه له منځه وړل او د ترهګرو مرکزونه ورانول وه. تر هغه وروسته په هيواد کې بيارغونه، حکومتداري او د جمهوريت وده هم د امريکا له اهدافو څخه وه. دا چې امريکا تر کومه حده پخپلو اهدافو کې بری تر لاسه کړئ او اوس له کومو ګواښونو سره مخامخ ده؟ د نن د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پر همدې موضوع خبرې شوي چې له افغانستانه د پوځي چارو کارپوه جنرل عتيق الله امرخېل، د افغانستان د ولسي جرګې غړی عبدالرحيم ايوبي او په کابل کې د سولې او شخړې په مطالعاتي مرکز کې څېړونکی حکمت الله اعظمي راسره په دې بحث کې برخه اخلي. د خپرونې وړاندې کوونکی تاحمد شاه اعظمي دی. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.

XS
SM
MD
LG