((مدرسې په اوسني عصر کې)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د ځانګړو پروګرامونو په دې لړۍ کې دا ځل د پاکستان او ترکيې هيواد د ديني مدرسو پرتليز جاج اخيستل شوی دی.
که څه هم په پاکستان کې د دې هيواد له جوړېدو سره سم مدرسې جوړې شوې چې اوس يې شمېر لسګونه زره دی، خو په ترکيه کې سلګونه کلونه وړاندې د عثماني خلافت په دور کې مدرسې فعاله وې چې وروسته وتړل شوې.
دا چې اوس د دواړو هيوادونو د ديني درسونو د مرکزونو د نظام، نصاب او زده کوونکو او ښوونکو تر منځ څه توپير دی؟ په روانه خپرونه کې همدې موضوع ته کتنه شوې ده.
دا خپرونه ستاسو لپاره احمدشاه اعظمي جوړه کړې ده.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.