د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت: د حج په ټېل ماټېل کې درې افغانان مړه شوي


د افغانستان د حج او اوقافو وزارتوايي ، په سعودي عرب کې د حج پر مهال په ټېل ماټېل کې د درې افغانانو د مړینه پخلی شوی دی.

د یاد وزارت چارواکي وايي ، د دې امکان شته چېد سعودي عرب په مینا سیمه کې د افغانانو شمیر تر هغه زیات وي چې وړاندې اعلان شوی وو.

د حج او اوقافو وزارت مخکې د پنځو افغان حاجیانو موجودیت تايید کړی و.

د افغانستان د حج او اوقاف وزیر فیض محمد عثماني د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دوی د پېښې په ځای کې د پنځو افغانانو شتون تاییدوي او داسې هم امکان لري چې دا شمېر زیات وي.

عثماني وویل، تر اوسه حالت لا هم ښه نه دی څرګند. له افغانستانه سږکال شل زره کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

افغان چارواکي دا اندېښنه له هغه وروسته څرګندوي چې د حج پر مهال په ټېل ماټېل کې لږ تر لږه ۷۱۷ کسان مړه شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG