د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ژبو سره کلتور هم په نصاب کې شاملوو. ‌‌‌‌مالک بلوڅ


نوموړي ټولو پښتنو ته د کلتوري ورځې مبارکي وویله او په سرکاري توګه د دې ورځې لمانځل د خپل حکومت یو مهم کار وباله.

د بلوچستان اعلا وزیر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر مالک بلوڅ وايي، چې د دغې صوبې د سکولونو په نصاب کې به له ژبې سره سره کلتور هم شامله وو، او په سکولونو کې به ماشومانو ته د پښتانه قام کلتوري اتڼ هم ورښوول کېږي.

دا خبرې نوموړي په کوټه کې د پښتني کلتور نړیوالې ورځې په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر مالک بلوڅ وویل، د دوی حکومت په صوبه کې د قامونو تر منځ د ورورګلوۍ فضا جوړولو لپاره کار کوي، چې په صوبه کې مېشت بېلا بېل قامونه او قبیلې په خوشالۍ ژوند تېر کړي.

نوموړي ټولو پښتنو ته د کلتوري ورځې مبارکي وویله او په سرکاري توګه د دې ورځې لمانځل د خپل حکومت یو مهم کار وباله.

XS
SM
MD
LG