د عراق په پلازمینه بغداد کې په یوه موټربم چاودنه کې ۱۱ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
چارواکو وویل چې دغه چاودنه د بغداد د شعیه میشتې امین سیمې یوه مارکیټ ته نژدې وشوه.
د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې داعش د دغې حملې مسولیت اخیستی او ویلي یې دي چې شعیه ملیشه ځواکونه یې په نښه کړي و.
دغه ډله چې د ۲۰۱۴ کال د جون راپدیخوا د عراق او سوریې د خاورې پر ډېرې برخې واک لري، اکثره وختونه د عراق اکثریت شییعه ګان په نښه کوي.