د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د ګوزڼ ناروغۍ کيمپېن پېل شوي


په سوات کې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي څلور ورځنی واکسیني کیمپېن روان دی چې پکې به له څلور لکه څخه زیاتو ماشومانو ته څاڅکي ورکول کېږي.

د واکسیني پروګرام اي پي ای سوات څانګې مشر ډاکتر انور جمال بېګا مشال راډيو ته وویل، د پولیو مخنیوي کیمپېن تېره ورځ پیل شو چې پر اتوار یا یکشنبه به پای ته رسي.

ده وویل، ۱۱۰۹ ټیمونه د سوات په ۶۷ یونین کونسلو کې کور په کور ګرځي.

ډاکتر جمال زیاتوي، له دې سره سره په روغتونونو او د صحت په مرکزونو کې هم له پینځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو ته د ناروغۍ مخنیوي واکسیني څاڅکي ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG