د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بډه بېرې هوايي ځواک پر استوګنځي برید کې ۳۰ تنه وژل شوي


پېښور: په بډه بېره کې د وسله والو په برید کې یو ژوبل کس روغتون ته وړل کېږي
پېښور: په بډه بېره کې د وسله والو په برید کې یو ژوبل کس روغتون ته وړل کېږي

نن پر ټوېټر په خپلو بیانونو کې وویل، د وسله والو یوې ډلې په برید کې د سهار لمانځه پر مهال ۱۶ کسان وژلي دي.

نن سهار وختي د پېښور بډه بېره کې د پاکستان هوايي ځواک پر یوه استوګنځي د وسله والو طالبانو بريد کړې دی دی چې د چارواکو په خبره نښته لا هم دوام لري.

د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرال عاصم باجوه نن پر ټوېټر په خپلو بیانونو کې وویل، وسله والو سهار وختي د بډه بېرې هوايي اډې د ساتونکو پر خونه برید وکړ. د ده په وینا، د وسله والو یوې ډلې په برید کې د سهار لمانځه پر مهال ۱۶ کسان وژلي دي.

پېښور: د هوايي ځواک پر استوګنځي وسله واله نښته دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:05 0:00

د پېښې یو لیدونکی یار محمد وايي، ګهیځ وختي مهال یې د ډزو او چاودنو غږونه واورېدل، نو له کوره بهر ووتلی، خو کله چې غږونه زیات شول، نو په دغه پوځي مرکز کې له یوه کارکوونکي چې کور خوا ته مې اوسېږي، له هغه مې وپوښتل نو ویل یې طالبانو برید کړی دی.

د ورستیو مالوماتو له مخې په نښته کې د پاکستانیو عسکرو او وسله والو طالبانو په ګډون ۳۰ تنه وژل شوي دي.

د پېښور بډه بېرې کې د هوايي ځواک پر استوګنځي برید
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:32 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني مشال ريډيو ته د پيښې ذمه واري پر غاړه اخيستې او ويلې یې دي چې ۱۴ تنه بریدګرو یې په دغه عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG