د جان اقا الکوزي په یاد
جان اقا الکوزی ، د یو تکړه خبریال ترڅنګ ، په افغانیت او اسلام مین شخصیت هم و . څو کاله مخکې د ازادې اروپا / ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې و پتیله چې د مسلمانانو روژه ماتی وګوري، ارواښاد الکوزي د خپل کور دروازه ورته پرانیستله. په دې ویډیويي راپور کې ګورئ چې ښاغلی الکوزی د خپلې کورنۍ سره څنګه روژه ماتی کوي ؟