د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یوې ځانمرګي برید له امله یو تن وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دي.
د کابل د امنیي قومندانۍ د جنایې تحقیقاتو رییس فریدون عبیدي مشال راډيوته وویل چې په دې حملې کې د پغمان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ جنایې امر دور محمد خان وژل شوی دی.
دا برید نن (چارشنبه) غرمه مهال د پغمان په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه.
د دې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی.