افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ازادي راډيو د خبریال او ویاند جان اقا الکوزي پر مړینې خواشیني ښودلې او د ارواښاد کورنۍ او کارکوونکو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
ولسمشر په دې اړه یوه پيغام کې چې ملي راډيو ټلویزیون ته یې لیږلی او په هېواد ورځپاڼه کې هم چاپ شوی، د مرحوم الکوزي ژورنالستیک کارونه او فعالیتونه ستایلي دي.
اجرايه ریاست هم د ښاغلي الکوزي پر مړیندې خپګان څرګند کړی دی.
همدارنګه د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت هم د مخکښ ژورنالست جان اقا الکوزي په مړینه غمرازي څرګنده کړې ده.
له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم د مرحوم الکوزي مړینه د ژورنالیزم او بیان ازادي په برخه کې یوه لویه ضایعه بللې او د ډیموکراسۍ او د بیان د ازادي په برخو کې يې د نوموړي له هڅو ستاینه کړې ده.
د سرحدونو او قبایلو د چارو وزیر محمد ګلاب، په پارلماني چارو د دولت استازي غلام نبي فراهي او زیات شمېر نورو دولتي چارواکو او د خبریالانو ټولنو هم د جان الکوزي پر مړینه ژوره خواشیني ښودلې ده.
جان اقا الکوزي د ورپیښې ناروغۍ له امله د سه شنبې په سهار د ۵۸ کلنۍ په عمر د اتریش د ویانا ښار په یوه روغتون له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.