کرزی: پاکستان هڅه زياته کړې چې ډيورنډ کرښه رسمي کړي
د افغانستان پخوانی ولسشمر حامد کرزی وايي چې اوس هم د پاکستان پوځ له مختلفو لارو پر افغانستان فشار راوړي څو د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپيژني. نوموړي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د (ډیورنډ، ګندمک: پرون، نن او سبا) تر عنوان لاندې یوه سېمینار ته د وينا پر مهال وویل چې افغانستان به هیڅکله د پاکستان دې ډول فشارونو ته تسلیم نه شي. ویډیو: ولی سباوون، راپور:رحمت الله افغان