د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې ۳۴ وسله وال وژل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په تیرو دوو ورځو کې ۳۴ وسله وال په پوځي عملیاتو کې وژل شوي او ۱۶ تنه ژوبل شوي دي.

امنیتي ځواکونه وايي، وسلې او چاودیدونکي مواد یې هم لاس ته ورغلي دي.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، دا عملیات د افغان پولیسو، د ملي امنیت ادارې او د ملي اردو په ګډو پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دا پوځي عملیات په لغمان، تخار، کندز، زابل، ارزګان ، فاریاب، قندهار، میدان وردګ، غزني ، پکتیکا او هلمند کې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG