د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي


د ناټو دوه سرتېري د افغانستان په هلمند ولایت کې یوه تن وژلي دي چې د افغانستان د ملي اردو جامې یې په تن وې.

ناټو په یوه بیان کې وویل چې برید کوونکي د چارشنبې پر ورځ په هلمند کې د یوه پوځي مرکز دننه د پوځیانو پر موټر ډزې وکړې. کله چې د ناټو پوځیانو ځوابي ډزې وکړې، برید کوونکی او ورسره یو بل چې هغه هم پوځي جامې په تن وې، ټپیان شول. مخکې داسې راپور ورکړل شوی و چې دواړه برید کوونکي وژل شوي دي.

د ناټو وژل شوي پوځیان امریکایان دي. افغان چارواکي وایي چې داسې باورکیږي چې د لفظي شخړې له امله دا پیښه رامنځته شوې ده.

لویدیځ چارواکي وایي چې دا ډول اکثر بریدونه د خبرو د اړولو او په کلتوري مسایلو د نه پوهیدو په خاطر رامنځته کیږي.

تراوسه طالبانو د دې برید مسوولیت نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG