د فرانس د کورنیو چارو وزارت وايي بېګا شپه پر یو چټک اورګاډې په ډزو کې چې له امسټرډامپېريس ته روان وو درې کسان ټپیان شوې دي.
د فرانس د کورنیو چارو وزارت یو ویاند د فرانس ټلویزون ته ویلي، د ډزو په تړاو یو مشکوکه ۲۶ کلن مراکشي نیول شوی دی.
چارواکي وايي بريدګر غوښتل چې په مسافرو نورې ډزې هم وکړي خو دريو مسافرو چې دوه په کې امريکايي پوځيان وو له ده په زوره ټوپک اخستي.
د بيلجيم وزيراعظم ورته پېښه يو ترهګر بريد بللی.
بلخوا د فرانس د ترهګرۍ د مخنيوي يو چارواکی چې د پېښې پلټنې کوي د يادو امريکايي پوځيانو ستاينه کړې او ويلي یې دي چې که چېرې دوی نه وای نو حالات به ډېر خراب وو.
په ريل ګاډي کې شاوخوا۵۰۰ کسان سپاره وو.