د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغان ښځو مسلکي برخه کې ۳۸ ميلیونه ډالره مرسته کوي


د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې (یو اېس اې ای ډي) د افغان ښځو د ظرفیتونو لوړولو په موخه له افغانستان سره د ۳۸ میلیونه ډالرو مرستو اعلان کړی.

تېره ورځ د یو اېس اې ای ډي چارواکو په کابل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو له کمېسیون سره د دې مرستو تړون لاسلیک کړ. کمېسیون په یوه بیان کې ویلي، په دې پیسو به تر پینځو کلونو پورې هغه ښځې روزي چې له پوهنتونونو فارغې شوې وي. بیان وايي، تر روزنې وروسته به ښځې د ادارو مشرۍ ته تیارې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG