د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان طالبانو مولانا سميع الحق ته د منځګړیتوب خواست کړی


د جامعه حقانيه مهتمم او د جميعت علما اسلام (س) ډلې مشر مولانا سميع الحق
د جامعه حقانيه مهتمم او د جميعت علما اسلام (س) ډلې مشر مولانا سميع الحق

د افغان طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې تر اعلانېدو وروسته په افغان طالبان کې د مشرتابه پر سر اختلاف رامنځ ته شوي دی.

پېښور: د افغان طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې تر اعلانېدو وروسته په افغان طالبان کې د مشرتابه پر سر اختلاف رامنځ ته شوي دی.

يوه ډله طالبان ملا اختر محمد منصور د ملا عمر د ځای ناستي په توګه له تاکل کېدو سره اختلاف کړی او د دې پرېکړې له منلو یې انکار کړی دی.

دې ډلې د خيبر پښتونخوا د جامعه حقانيه مهتمم او د جميعت علما اسلام (س) ډلې مشر مولانا سميع الحق ته خواست کړی دی چې د منځګړي په توګه رول و لوبوي.

په پاکستان کې د افغان چارو ځينې کارپوهان وايي چې د افغانستان حکومت او افغان طالبانو تر مينځ د روغې جوړې خبرې پر مخ وړلو په خاطر د طالبانو خپل مينځي اختلاف ختمولو لپاره کردار لوبول ښه ګام دی.

د سیاسي او سیمه ییزو چارو ځینې کارپوهان بیا وايي چې دا کار د افغانستان او پاکستان د اړېکو په ګټه نه دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG