نن په ټول پاکستان کې تجارانو د نوې سرکاري ماليې ضد هړتال
د پاکستان په شاوخوا ټولو ښارونو کې د دغه هېواد تجارانو اتحاديو د نوې حکومتي مالیې «ټيکس» لګولو ضد پر هړتال دي. حکومت د ګټې پر سر مالیه «ودهولډينګ ټېکس» لګولې چې پر ضد یې د پاکستان په ګډون د بلوچستان سرښار کوټې په شمول د دغه صوبې په ټولو پښتون مېشتو او بلوڅ مېشتو سیمو کې کاربندیز اعلان کړی دی. د تجارانو اتحاديې مشرانو په خبره په ټوله صوبه کې مکمل کاربندیز دی، او ټول تجارتي مارکېټونه د احتجاج په توګه تړل شوي دي. زموږ همکار خدای نور ناصر يې ويډيو جوړه کړې ده.