د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې چاودنې اوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د شنبې پر سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار د غلام محمد څلور لارې سره نیږدې چاودنه شوې چې د ننګرهار د روغتیا رييس ډاکټر نجیب کاموال په خبره له یادې پېښې ورته شپږ تنه ټپيان او یو تن مړی وروړل شوی دی.
ولایتي او امنيتي چارواکود دې خبر خپرېدو د یادې پيښې په اړه جزیات نه دي ورکړي.