د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا کانګرس ته د ایران اټومي تړون مسوده وړاندې شوه


د اسراییلو وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو پر کانګرس غږ کړی چې دا موافقه دې نه منظوروي خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري پرون د دې معاملې دفاع وکړه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې دا موافقه چې نژدې یوه اونۍ مخکې د ایران او نړۍ شپږو لویو قدرتونو ترمینځ لاسلیک شوه کانګرس ته سپارل شوې او هغه شپېته ورځې مهلت چې کانګرس د دې موافقې د څېړنې لپاره غوښتی نن پیلېږي.

په همدې حال کې د اسراییلو وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو پر کانګرس غږ کړی چې دا موافقه دې نه منظوروي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري پرون د دې معاملې دفاع وکړه. کېري سي اېن اېن CNN ټلویزیوني چېنل ته وویل چې که کانګرس دا موافقه رد کړي نو له تهران سره د خبرو بهیر به هم له مینځه ولاړ شي:

«که کانګرس دا موافقه منظوره نه کړي او رد یې کړي نو بیا موږ نه تفتیش کولی شو، نه بندیز لګولی شو او نه به د خبرو توان ولرو، ځکه تاسو ته ډاډ درکوم چې د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي به کله هم د خبرو مېز ته حاضر نشي. که امریکا په خپل سر او په یواړخیز ډول دا موافقه رد کړي، بیا به نو خبرې اترې ونشي او دوی به په آزادانه ټول هغه کارونه وکړي چې په دې موافقه کې بندیز پرې لګول شوی»

د ایران او نړۍ شپږو لویو قدرتونو- امریکا، بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني ترمینځ موافقه د روانې جولای میاشتې په څوارلسمه نېټه په ویانا کې لاسلیک شوه.

بلخوا د امریکا ددفاع وزیر وايې له ایران سره اټومي معامله له اټومی وسلو څخه د تهران د منع کولو لپاره پوځي انتخاب له مینځه نه وړي.

اشتون کارتر تېره ورځ له واشنګټنه و اسرایل ته د سفر پر مهال په خپله الوتکه کې خبریالانو ته وویل یو دلیل چې دا موافقه ولې ښه ده همدا ده چې د پوځي حللارې مخه نه نیسي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر اسرایل،سعودي عربستان ،او اردن ته د سفر په ترڅ کې له ایران سره د اټومي موافقې په اړه وضاحت ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG