د یونان وزیراعظم الکسیس څيپراس Alexis Tsipras پرون په کابینه کې یولړ بدلونونه اعلان کړل.
څپیراس دا بدلون وروسته له هغه راوستل چې په کین اړخي واکمن ګوند سیریزا کې دننه پر اختلافونو برلاسی شو.
وروسته له دې چې د سیریزا ګوند ځینو پارليماني غړيو د پنجشنبې په ورځ د حکومت د سپما د اقداماتو پرضد ووټ ورکړ.
څپیراس نړیوالو پور ورکوونکو ته پر خپلې کابینې د زور ښودلو لپاره د هڅې په ترڅ کې هغه وزیران له کاره لري کړل چې د پورورکوونکو له خوا د ورکړل شويو اقداماتو پرضد یې رایې ورکړې.
څپیراس په کابینه کې دا بدلونونه یوازې څو ساعته وروسته له هغه اعلان کړل چې اروپايي ټولنې د اوه اعشاریه شپاړس میلیارده یورو په ارزښت د یونان لپاره د لنډ مهال لپاره نوی پور تایید کړ.