’هر افغان بچی په ښوونځي کې غواړو‘
د ځوانانو غږ خپرونه کې له يوه داسې ځوان سره خبرې کوو چې د بلوچستان سرانانو په افغان کډوالو کېمپ کې ژوند کوي خو د دې لپاره یې مبارزه روانه کړې چې هر افغان بچی زده کړې وکړي او هر افغان بچی ښوونځي کې داخل کړي. ظاهر پښتون ((په بلوچستان کې د افغان کډوالو ځوانانو او ښوونکو )) په نامه ټولنه لري چې د سرانانو په ګډون د دې صوبې د افغان کډوالو په ټولو کيمپونو کې تعليمي هلې ځلې کوي. ظاهر ادعا کوي چې د ټولنې د هلو ځلو په مټ یې زرګونو افغان کډوالو ماشومانو تعليم ته مخه کړې. دی زیاتوي چې د ټولنې ملګري د نشيي توکو ضد کمپېن هم چلوي. او يوه بله لاسته راوړنه يې د کمپونو په منځ کې د رابطې «اړيکې جوړول» دی چې اوس د ټولو پنډغالو وګړي په يوه غونډه کي سره راټوليږي او پر خپلو مشکلاتو خبرې کوي. د ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی
برخې
-
دسمبر 10, 2021بلدياتي ټاکنو لپاره د قبايلي سيمو ځوانانو هلې ځلې
-
اپرېل 23, 2021د کتاب نړیواله ورځ او پښتانه ځوانان
-
اپرېل 13, 2021د مشال خان له وژنې وروسته په ټولنه کې څه فکري بدلون راغلی؟
-
اپرېل 04, 2021د ماینونو چاودنو ښکار خلکو ژوند څنګه تېرېږي؟
-
جنوري 16, 2021د مشال راډیو ۱۱مه کليزه: اورېدونکو خپل نظرونه شريک کړل
-
جنوري 08, 2021په ننګرهار کې رضاکاره ښوونکي ماشومانو ته تعلیم ورکوي