د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یمن کې له ډزو ۳۱ ولسي وګړي وژل شوي دي


رپوټونه وايي چې شیعه حوثي وسله والو او د هغوي اتحادیانو د یمن په عدن ښار کې د خلکو د استوګنې پر سیمو ډزې کړې دي چې 31 تنه عام وګړي پکې وژل شوي او تر 100 زیات ټپیان دي.

چارواکو وايي ، حوثي وسله والو او د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح وفادارو د چارشنبې په ورځ په عدن کې د المنصوره سیمه په راکټونو ویشتې ده .

دا سیمه د دوی د مخالفانو په لاس کې ده.

د المنصوره ښارګوټي اوسیدونکو ویلي چې د سعودي عربستان په مشرۍ د یو شمیر عربي هیوادونو ایتلافي ځواکونو ټوله شپه د سیمې پر شاوخوا بمباري کړې ده.

د ملګرو ملتو سازمان وايي، په یمن کې د دریمې درجې بشري بحران روان دی چې تر ټولو خراب وضعیت څرګندوي او وايي چې څه باندې یوویشت ملیونه وګړي د مرستو اړتیا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG