د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘د کډوالو بکاخېل کېمپ سم زندان دی’


د بکاخېلو په کېمپ کې مېشت کډوال وايي، چې سختو حالاتو او بې کورۍ يې مېرمن او ماشومان له نفسیاتي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د بکاخېلو کډوالو کېمپ کې له شمالي وزيرستانه بې کوره کړل شوې نژدې شل زره کورنۍ مېشتې دي چې امنیتي څارنه یې د پاکستان پوځ کوي.

څو ورځې وړاندې دغه کېمپ ته د ننوتو پر لوی وره «دروازه» د وزیرستانیو کډوالو او پاکستانیو پوځیانو ترمنځشخړه وشوه چې وروسته د کېمپ دننه کډوالو یې پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه. له مشال راډيو سره په خبرو کې کډوالو وویل، د لاریون پر مهال پاکستانيو پوځيانو پرې ډزې وکړې او دوه ځوانان یې ورووژل او نهه تنه نور یې ورژوبل کړل.

پوښتنه دا ده چې کېمپ ته د ننوتلو او وتلو پر مهال ولې لانجه او ستونزه رامنځ ته کېږي. د دغه کيمپ يوه اوسېدونکي محمد وزير یې په ځواب کې مشال راډيو ته وويل:

د بکاخېلو کډوالو کېمپ یو اوسېدونکی خپلې ستونزې بیانوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د شمالي وزير ستان له عيدک سيمې بې کوره کړل شوی يو بل کس ابوبکر صديق چې له خپلې کورنۍ سره د بکاخېلو په کېمپ کې مېشت دی، وايي، ورپېښو سختو حالاتو او د بې کورۍ ژوند یې مېرمن او ماشومان له نفسیاتي ناروغیو سره مخامخ کړي دي.

'د بکاخېلو کېمپ کې مو کورنۍ روانې ناروغې شوې'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د بکاخيلوکېمپ په څلورو برخو وېشل شوی او د هرې برخې بیا بېل بېل زونونه دي.د يو زون يو مشر منور شاه وايي، چې په دغه کېمپ کې هر څه په لیکو کې ملاوېږې او د پوځ لخوا کېمپ ته د ننوتو او وتو علاوه د هر کار لپاره يو ترتيب جوړ کړل شوی دی.

د شمالي وزير ستان مرستيال پوليټکل ايجنټ ظهير الدين بابرچې په بکاخېلو کېمپ کې د پوځي انتظامیې سره مرستي کوي، وايي:

»زما په خیال په سرکاري کېمپ کې تر شخصي (نجي) کېمپونو زیات سهولتونه ورکړل شوي دي، خو کله نا کله یو مرسته پر وخت ونه رسېږي، بیا خلک راپاڅي«

خو بې کوره شوی محمد وزير وايي، په کېمپ کې د غلې (راشن) وېشلو ځای هېڅ سیوری نه لري چې له وجې يې وخت په وخت په سخته ګرمۍ کې په ګنټو ګنټو ولاړ بوډاګان، ښځې او ماشومان بې هوشه کېږي.

XS
SM
MD
LG