د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان د ګرمۍ تودو څپو نور کسان وژلي


د پاکستان په سیند صوبه کې د ګرمۍ له امله د مړو شمېر تر نهه سوه اوښتی دی.

حکومتي او صحي چارواکي وايي چې ګرمۍ زیاتره خلک په ګراچۍ کې وژلي دي.

دوی وايي، د مړو مجموعي شمېر د چارشنبې پر ورځ له هغه وروسته زیات شو چې یوازې په کراچۍ کې (یو سل پنځه نوي) کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

په عین حال کې د سیند د وزیر اعلی سید قایم علي شاه په ګډون یو شمېر صوبايي وزیرانو د احتجاج پر مهال د ګرمۍ له کبله د مړو پړه د پاکستان پر مرکزي حکومت واچوله.

دوی وویل د مسلم لیګ (ن) مرکزي حکومت ولس ته د روژې په میاشت کې د پوره بجلۍ ورکولو ژمنه نده پوره کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG