د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: د بجلۍ کمي پر ضد احتجاج په تشدد اوښتی


د بجلۍ نیشتوالي پر ضد احتجاج (پخوانی عکس)

په خېبر پښتونخوا کې د بجلۍ د لوډشېډنګ پر ضد مظاهرو کې د بجلۍ ګريډ شټېشنو او نورو سرکاري ودانېو ته زیان رسيدلی دی.

پېښور: په خېبر پښتونخوا کې د بجلۍ د لوډشېډنګ پر ضد مظاهرو کې د بجلۍ ګريډ شټېشنو او نورو سرکاري ودانېو ته زیان رسيدلی دی.

د جمعې په ورځ د خېبر پښتونخوا په چارسده ، صوابۍ او یو شمېر نورو سيمو کې خلکو مشال راډيو ته ويلي چې هلته د ورځې تر څه باندې شلو ساعتونو بجلي نه وي.

ځايي خلک وايي چې په يادو سيمو کې د بجلۍ د لوډشېډنګ پر ضد مظاهره کوونکو باندې پوليسو تشدد کړی دی.

د صوبايي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر د جمعې په ورځ په پيښور کې يو خبري غونډې ته د وينا پر مهال مرکزي حکومت ته دهړکه ورکړې چې د بجلۍ د لوډ شېډنګ ستونزه دې هواره کړي ګنې پر ضد به يې احتجاجي تحريک پېل کړي.

د بجلۍ او اوبو وفاقي وزير مملکت عابد شير علي نن ويلي دي چې په ملک کې ۱۵۰۰۰ ميګاواټه بجلي پيدا کيږي خو ضرورت يويشت زره مېګاواټه ته رسيدلی دی.

د عابد شير علي په خبره دوي هڅه کوي چې د بجلۍ په لوډشېډنګ قابو ومومي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

بل پلو د خيبر پښتونخوا په لکي مروت کې هم د بجلی لوډشيډنګ پر ضد د شنبې په ورځ خلک لارو کوڅو ته راوتي وو.

دوی هم شکايت کوي چې په څليرويښت ساعتونو کې ورته يوازي دوه ساعته بجلي ورکول کيږي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG