د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: درېګوندیز اپوزیشن د صوبايي حکومت استعفا غواړي


پېښور: درېګوندیز اپوزیشن د صوبايي حکومت استعفا غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:51 0:00

پېښور: د خیبر پښتونخوا په بلدیاتي انتخاباتو کې د درغلیو پر ضد د اپوزیشن درې ګوندونو په پېښور کې لویه جلسه کړې. په سویکارنو څلورلاره کې د اپوزیشن درېګوندیز اېتلاف د تحریک انصاف په مشرۍ د صوبې له اېتلافي حکومته د استعفا غوښتنه وکړه. د نهې یا سې شنبې د ورځې په جلسه کې د عوامي نیشنل ګوند، پیپلز ګوند او جمیعت علمای اسلام (ف) د مشرانو تر څنګ زرګونه سیاسي کارکنانو او ولسي وګړو ګډون وکړ. دوی پر صوبايي حکومت ټینګار وکړ چې استعفا دې ورکړي چې بلدیاتي انتخابات له سره وشي. د تحریک انصاف مشر عمران خان لا پخوا ویلي چې له سره انتخاباتو کولو ته تیار دی، خو یاد درې اپوزیشن ګوندونه دریځ لري چې د خیبر پښتونخوا اوسني حکومت په موجودګۍ کې رڼې ټاکنې شونې نه دي. د جلسې تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG