د پاکستان حکومت د ماشومانو خیر ښېګڼې ادارې سېف دي چلډرن د دفتر تړلو حکم ځنډولی دی.
د یکشنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزارت په یوه لیک کې هم دا خبره راغلې او یوه لوړپوړي چارواکي هم د دې خبرې پخلی کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت د جون پر ۱۱مه د ماشومانو لپاره کارکوونکې دې ادارې د اسلام اباد دفتر تړلو امر کړی وو او دا اداره یې د ((پاکستان ضد فعالیتونو)) په کولو تورنه کړې وه.
د دې اقدام له کبله په پاکستان کې د نړیوالو مرستندویه ادارو د کار په لړ کې اندېښنې پیدا شوې وې.
د جون پر ۱۲مه نېټه د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان پر ځېنو نورو ناحکومتي ادارو هم د پاکستان قوانینو سرغړونو تور پورې کړ او ویې ویل چې دا ادارې باید وتړل شي.
نوموړي نه د هغو ادارو نوم واخیست او نه یې هم دا سپیناوی وکړ چې هغو ادارو د کومو قوانینو سرغړونه کړې.