د جرګو خلک ورځ په ورځ کمیږي
د جنوبي پښتونخوا مخکښ قبایلي مشر،سیاستوال او صوبايي وزیر نواب ایاز خان جوګېزی وايي، د افغانستان د انقلاب په دوره کې يې په سیاست کې قدم ايښی وو او په سیاست او قبايليت دواړو ډګرونو کې ييي لویه موخه د پښتانه قام خدمت کول او د هغوی ستونځې هوارول دي. نواب ایاز جوګېزی چې تر ماسټرۍ پورې زده کړې ترسره کړې، په ۲۷ کلنۍ کې ورته د پښتنو د نواب په حیث پګړۍ وتړل شوه. نواب ایاز جوګېزی وايي، تر اوسه يې په خپله نوابۍ کې د يوه مشر په حیث تر ۱۲۴ و زیاتو مړيو د بديو روغې کړې دي. له نوموړي سره په کوټه کې د مشال همکار خدای نور ناصر مرکه کړې ده.
برخې
-
فبروري ۰۹, ۲۰۲۵
بې له خاورې د سبزیو کښت څومره بریالی دی؟
-
جنوري ۲۶, ۲۰۲۵
د کورمې وضعیت زده کوونکي څنګه اغېزمن کړي؟
-
نومبر ۲۸, ۲۰۲۴
اصف خان: پر انټرنېټ محدودیتونه پاکستان ډېر زیانمنوي