په کابل کې لسګونو افغان ماشومانو پرون د خپلو حقونو په خاطر مظاهره وکړه. په مظاهرې کې شامل ماشومانو وویل چې د بد وضعیت له امله ورڅخه تعلیم پاتې او په مزدوری لګیا دي.
په مظاهره کې شامل زیاترو ماشومانو له حکومته غوښتنه کوله چې باید حقونه یې خوندي کړل شي او د زده کړو زمینه دې ورته برابره کړي.
افغان ماشومان په داسې وخت کې د خپلو حقونو په خاطر سړکونو ته راوتي وو، چې د جون د میاشتې دولسمه د ماشومانو د کار ضد نړیواله ورځ وه.