د مصر یو عدالت ٢٣ کسانو ته د ۱۴ کالو بند سزا واوروله چېپه هغه ډله ييز خونړي بريد کې یې لاس درلودلو چې دوه کاله مخکې د يوه ځايي شيعه پر کور وشو.
قاهرې ته نژدې دغه عدالت اته نور تورن کسان بري کړل.
دغه مقدمه د سخت دريځو سنيانو له هغې حملې سره تعلق لري چې د سرښار د جنوب په يوه کلي کې د شيعه ييزم د خپرولو په تور پر يوه ځايي شيعه مشر وشوه.
د خلکو پارېدلې ډله د دې سړي کور ته دننه شوه او هغه کسان چې دننه وو، ويې وهل او څلور کسان يې تر راايستلو وروستهووژل.
شيعه ګان د مصر په ٨٧ ملينه آبادۍکې یو في صد دي. دوى له ځورونو او د حکومت لخوا د نسلي توپیر نه شکايت لري.