د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د پوځي عملیاتو له کبله د وسله والو شبکې ړنګې کړل شوې”


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف وايي، په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له کبله د وسله والو ډلو شبکې ختمې شوې دي.

د پنجشنبې پر ماښام په اسلام اباد کې د ډېپلوماټانو یوې غونډې ته د وینا پر وخت نوموړي وویل، له افغانستان سره نېږدې اړیکي لري او دواړه هېوادونه په ګډه د سختدریځۍ او وسله والۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دي.

نواز شریف زیاته کړه، د عملیاتو له کبله وسله وال کمزوري شوي دي خو اسلام اباد ته لا هم ډېر کار پاتې دی ځکه چې حکومت د نسلي او فرقه ییز تاوتریخوالي پر ضد هم اقدامات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG